دوشنبه, ۱۹ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۴/۲۹م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د بنګله دېش په تعلیمې نصاب کې د جنسي زده کړو پروګرام شاملولول په اصل کې د غربي لېبرال د ژوند طریقې ته وده ورکول دي
بسم الله الرحمن الرحيم
د بنګله دېش په تعلیمې نصاب کې د جنسي زده کړو پروګرام شاملولول په اصل کې د غربي لېبرال د ژوند طریقې ته وده ورکول دي

خبر:

د بنګله دېش د پوهنې ریاست، په دغه هېواد کې ټولو ثانوي ښوونځیو ته لارښوونه کړې، چې د ۲۰۲۲م، کال، د جنوری له میاشتې څخه، ځوانانو ته د جنسي او زېږون روغتیایي زده کړې چمتو کړي. چارواکي وایي چې د دې نوښت موخه د ځوانانو ترمنځ د روغتیایي پوهاوي رامنځ ته کول دي. دغه راز ښوونکي وایي په ټولګیو کې یې د تدریس لپاره درسي مواد او شاهانه کارتون چمتو کړی. د بنګله دېش د ثانوي او لوړو زده کړو وزارت وایي دا مهال په هېواد کې په منځنۍ کچه ۲۱۰زره ښوونځي دي، چې شاوخوا ۱۰ملیونه زده کوونکي یې له شپږم څخه تر لسم ټولګي پورې دي او دوی ته به په دې اړه درس ورکول کیږي او همدارنګه د شاهانه کارتون، چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا UNFPA  له خوا جوړ شوی، د اساسي موادو په توګه وکارول شي. دا راپور د ۲۰۲۱م، کال د ډسمبر په ۳۱ نېټه خپور شوی، چې پکې د نهم او لسم ټولګي زده کوونکو لپاره به د ښځو د مسلکي تنوع، جنسي ځورونې او شکنجې په اړه تدریس کیږي.

تبصره:

د بنګله دېش سیکولر رژیم چې کفري استعمار ګران یې خپل وکیلان نیولي، غواړي د ثانوي زده کړو په نصاب کې جنسي زده کړې ورزیاتې کړي، ترڅو د جنسیت پربنسټ تاوتریخوالی کم کړي، خوندي ښوونځي رامنځ ته کړي او ځوانانو ته د دې فرصت برابر کړي چې له خپلو حقوقو څخه دفاع وکړي. دا په حقیقت کې د غرب منافقت او ناوړه نیت دی، چې د جنسي زده کړو او نورو پروګرامونو له لارې مداخله کوي. په داسې حال کې چې په ټولنه کې فحشا، جنسي ازادیو ته خلک په پراخه کچه هڅول کیږي او امنیت یې ساتل کیږي. زموږ سیکولر پانګوال نظامونه له ښځو سره خیانت کوي، د دوی په باور له ښځو څخه باید د یوازې د جنسي غریضې د اشباع او د نارینه وو غوښتنې پوره کولو لپاره کار واخیستل شي. له بل لوري دغه نظامونه هلکانو ته ټول وسایل په لاس ورکوي، چې له نجونو سره ناوړه چلند وکړي او د دوی عزت او کرامت تر پښولاندې کړي. په ټوله کې دا روښانه ده، چې له دا ډول ناوړه برنامو څخه د دوی موخه د جنسي تاوتریخوالي پروړاندې مبارزه نه ده، یا تنکیو ځوانانو ته جنسي زده کړه، بلکې دا یوه استعماري اجنډا ده، ترڅو فحشا خپره او د پانګوالۍ لېبرال ارزښتونه او د ژوند کولو بڼه په اسلامي هیوادونو کې ترویج کړي، ترڅو اسلامي امت هم د دې په څېر شي.

که چېرته په دې برخه کې موږ سستي وکړو، خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره نه کړو او اسلامي خلافت چې زموږ د ارزښتونو ساتونکی دی او الله سبحانه وتعالې یې د تاسیس وعده کړې، نو موږ نه شو کولای د کفارو له دا ډول ناوړه اجنډاوو څخه خپل ځوانان خوندي کړو. په حقیقت کې، خلافت به نه یوازې د استعمارګرو د کلتوري یرغل د مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي، بلکه د اسلامي امت ځوانانو ته به د دې فرصت برابر کړي، چې دوی معیاري او کلتوري زده کړې وکړي، ترڅو په ټولنه کې د ښځو او نارینه وو عزت او کرامت یو ځل بیا د پخوا په څېر وساتل شي.  له عبدالله بن عمر رضی الله عنمها څخه روایت دی، چې رسول الله صلي الله علیه وسلام فرمایلي.

«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ»

ژباړه: ستاسو هر یو د خپل ځان ساتونکی دی او د خپلو کارونو پخپله مسوول دی.

د حزب التحریر ـولایه بنګله دېش رسنیز دفتر

لیکوال: محمد شېراز

ژباړه: محمد هارون ر‌وفي

 

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې